لیګونه

د پاکستان په سوپر لیګ کې تر اوسه کومې لوبډلې مخکې دي

د پاکستان سوپر لیګ PSL پنځم پړاو د فيبرورۍ په ۲۱ نېټه د پاکستان په هیواد کې پيل شوچې تر ۳۶پورې بهرني لوبغاړې پکې هم لوبیږي چې تر ډېره یې د استرالیا او انګلستان څخه دي.په دغه لیګ کې تراوسه ځنې لوبډلې مخکښه لیدل کیږي چې تاسو یې دلته لوستلی شئ.د پاکستان په سوپر لیګ کې تر اوسه ملتان سلطان لوبډله ترټولو غښتلي لیدل کیږي او د جدول په سر کې قرار لري.سلطان لوبډلې تراوسه ۷ سیالۍ ترسره کړې چې پنځه یې ګټلې یو یې بایللي او یوه د باران له امله مساوې پای ته رسیدلي.دوهم مقام کې بیا پیشاور زلمي لوبډله ده چې ۸ لوبې یې کړې څلور یې ګټلې درې یې بایللي او یوه لوبه یې مساوې پای ته رسیدلې.د جدول په دریم مقام کې بیا اسلام اباد یونیټیډ، لوبډله اسلام اباد، لوبډلې ۹ سیالۍ ترسره کړې په درېو کې یې بریا اخیستې او پنځه یې بایللي.څلورم مقام کې بیا د کراچۍ لوبډله ده چې ۷ لوبې یې ترسره کړې په دغي سیالیو کې درې ګټلي او درې یې بیا بایللي دي.او د ده ترڅنګ په پنځم مقام کې بیا لاهور قلندرز،او د جدول په وروستۍ برخه کې کوېټه ګلیډرز،لوبډله قرار لري.د پاکستان سوپر لیګ داځل ټول د پاکستان په هېواد کې ترسره کیږي چې د کورني لوبغاړو په شتون کې بهرني لوبغاړي هم پکې برخوال دې.

ولید ( خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې