دلوبغاړو په اړه

د راشد ارمان ژوند او کرکټ ته لنډه کتنه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره الراونډر (راشد خان ارمان) څنګه دومره ژر د نړیوال کرکټ برخوال شو او د کرکټ په دونیا کې یې زده کړې له کومو لوبغاړو څخه کړې.راشد ارمان وایي ((کرکټ مې د پاکستاني شاهد خان افریدي له برکته زده کړی،ما یو ورځ پر تلویزون د شاهد خان توپ اچونه لیدله چې هغه ډېره ښه توپ اچونه ترسره کوله،ما غوښتل چې د شاهد غوندي یو ښه توپ اچونکی شم،زه نوره هڅه هم کوم چې د کرکټ په دونیا کې نوې نوې بالونه ایجاد کړم.راشدخان د بې سارې توپ اچونې او توپ وهنې له امله د نړۍ په کچه ډېر ژر مشهور شو.راشدخان په ۱۹۹۸ م کال کې د افغانستان د ننګرهار ولایت د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې زیږېدلی دی.څو میاشتې مخکې د پاکستان هېواد پخواني کرکټر (انضمام الحق)او د افغانستان پخواني اجراییوې رییس (شفیق ستانیکزي) د راشد په اړه ویلي و انضمام ویلي و چې راشد ما ملي لوبډلې ته راوړ خو دغه خبره په کلکو ټکو شفیق وغندله او نوموړي وویل راشد ارمان ما د افغانستان ملي لوبډلې ته راوړی.بل پلو راشد خان ارمان بیا ویلي و، زه د کورني کرکټ په نتیجه کې د خپلې وړتیا په اساس ملي لوبډلې ته راغلي یم.راشد د ۹ ورونو په منځ کې شپږم ورور دی چې په کوچني والي کې یې د خپلو ورونوسره ټينس کرکټ کاوه.راشد خان اوس مهال ۲۱ کاله ۱۷۳ ورځي عمر لري.تر اوسه یې د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅنګ،د افغانستان په کورني شپږیزه لیګ
APL
او د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې په ګټه لوبیدلی، د ده ترڅنګ په بهرنیو لیګونو کې.دکومیلا ویکټورینز،د ګينا امازون وایرورز،د آی سي سي نړیوالې یولس کسېزه لوبډلې په ګټه،د پاکستان په سوپر لیګ کې د کوېټه ګلیډرز لپاره،په لس اوریزه ټي ټين کې،او همدا شان د نړۍ په مشهوره لیګ آی پي ایل سیالیو کې د سنریزر حیدر اباد په ګټه لوبیدونکی لوبغاړی دی.راشد به د ۲۰۲۰ م کال د اسیا په غوره لوبډله کې هم ګډون وال وي.ارمان خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۵ م کال کې د زیمبابوې خلاف ترسره کړه.پنځوس اوریزه لوبه یې په کال ۲۰۱۵ م کې د زیمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.او د کرکټ په نړۍ کې یې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړه چې دا وخت ۲۰۱۸ م کال و.په شل اوریزه لوبه کې یې ترټولو ښه توپ اچونه په یو میچ کې،درې منډې ورکول او پنځه ویکټې اخیستل و،همدا شان په پنځوس اوریزه لوبه کې یې ترټولو بهترینه لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه چې نوموړي ۷ ویکټې واخیستې.راشد اوس د نړۍ په سطخه یو بهترینه لوبغاړی دی چې د آی سي سي سره په شل اوریزه فارمټ کې لومړی نمبر لوبغاړی دی.

ولید ( خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې