نړیوال کریکټ

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر د اسیا ایلون لوبډله تاید کړه

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین د اسیا یولس کسېزه لوبډله تاید کړه.ټاکل شوې د اسیا په سطحه یولس کسېزه لوبډله په مارچ میاشت کي دوه شل ارویزه لوبې د نړیوالي یولس کسېزې لوبډلې په وړاندې په بنګله دېش کي ترسره کړي
یادې دوه شل اوریزه سیالۍ به د مارچ میاشتې په ۲۱ او ۲۲ نېټه د بنګله دیش په هېواد کې ترسره شي.دغه شل اوريزې سیالۍ چې د شېخ مجیب الرحمان د سلمې کلیزې په ویاړ ترسره کیږي، نوموړي د پاکستان څخه بنګله دېش ته ازادي ورکړې وه.نظم الحسین وایي مونږ به دغه دوه سیالۍ په شاندارو مراسمو سره ولمانځو،مونږ د استرالیا له لوبغاړو هم هېله لرو چې په یاده سیالۍ کې د نړیوالې یولس کسېزې لوبډلې سره ځنې لوبغاړي یوځای شي.د اسیا ایلون لوبډله چې نظم الحسین تاید کړه.
کېل راهول، شیکر دھوان ، ریشب پنت ، محمد شمي ، کلدیپ یادوپ ، لیټن ډاس ، تمیم اقبال ، مشفیق رحیم ، تیسارا پریرا ، راشد خان ، مصطفیض الرحمن ، سندیپ لمیچاني ، لاسیت ملینګا ، مجیب الرحمن ،او ویراټ کوهلي شامل لوبغاړي دي.
بل پلو د نړیوالې ۱۱ کسېزه لوبډلې سکواډ
کریس ګیل، شیلډن کوټریل، نیکولس پوران، کرن پولارډ، الیکس هیلز، جوني بیرسټو، انډري ټای، میچل میکلینګن، لونګي اینګیډي، برینډن ټیلر،عادل رشید،او د یادې لوبډلې کيبتاني بیا دسویلي افریقایي فاف ډوپلیسیس پر غاړه ده.

ولید (خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې