نړیوال کریکټ

تمیم اقبال د مشرافي مرتضی پر ځای لوبډلمشر وټاکل شو

د بنګله دېش لوبډلې پخواني لوبډلمشر مشرافي مرتضی څو ورځې وړاندې د زمبابوې پر وړاندې د سیریز پای لوبې ترسره کولو وروسته له لوبډلمشرۍ څخه د تقاعد خبر هم ورکړ. چې وروسته د یکشنبې په ورځ د بنګله دېش لوبډلې پیل توپ وهوونکی تمیم اقبال یې پر ځای د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

د نوموړي د لوبډلمشر ټاکل د بنګله دېش کریکټ بورډ عمومي رئیس نجم الحسن په یوه خبرې کنفرانس کې تائید کړل او پر وینا یې چې تمیم اقبال یې د یو ورځینو لوبو نوی لوبډلمشر په توګه ټاکلی دی.

نجم الحسن وویل: “مونږ د لنډ وخت لپاره د کپتان په ټاکلو او بیا راتلونکي کال بل چا ته د دندې ورکولو په اړه فکر کاوه. خو په نهایت کې مو د لنډې مودې ټاکنې پر ضد پریکړه وکړه. موږ تمه لرو چې د اوږدې مودې لپاره کپتان وټاکو او د اوږدې مودې لپاره دنده ترسره کړي.”

بنکله دېش لوبډله په دریو واړو فارمټونو کې جلا جلا لوبډلمشران لري، چې په شل اورېز کې محمود الله، یو ورځنۍ لوبو کې نوی ټاکل شوی لوبډلمشر تمیم اقبال او په ټېسټ کې بیا مومن الحق لوبډلمشر دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې