لیګونه

کېنګز الېون پنجاب لوبډلې انډي فلاور د مرستیال روزونکي په توګه وټاکه

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پخوانۍ افسانوې لوبغاړی انډي فلاور د شنبې په ورځ د مارچ په اوومه نیټه د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې مرستیال روزونکي په توګه وټاکل شو. د یادونې وړ ده چې هند غوره لیګ یا اي پي ایل به د مارچ په ۲۹مه نیټه پیل شي.

نوموړی په داسې مهال کې د مرستیال روزونکي په توګه وټاکل شو چې له دې وړاندې سنیل جوشي د BCCI عمومي انتخاب کوونکي په توګه وټاکل شو. چې له ټاکل کېدو وروسته یې پنجاب لوبډلې سره دنده پرېښوده.

فلاور چې له دې وړاندې د انګلینډ لوبډلې روزونکی په توګه پاتې شوی وه، اوس به د انیل کمبیل سره یو ځای د پنجاب لوبډلې کوچینګ ترتیب کې مرسته وکړي.

انډي فلاور وویل: “”زه واقعیاً ډیر خوښ یم چې د کېنګز الیون پنجاب لپاره د معاون روزونکي په توګه دنده پرمخ وړم او د انیل کمبیل سره د آي پي ایل په دې مجلې کې کار کولو ته سترګې په لار یم.”

انډي فلاور په خپله دنده کې تل ښه ثابت شوي دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې