لیګونهنړیوال کریکټ

کېرون پولارډ د پاکستان سوپر لیګ څخه بهر شو

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر او لوبډلمشر کېرون پولارډ د پاکستان سوپر لیګ روانو سیالیو څخه ګوښه شو، او پر ځای یې د دوی د لوبډلې بل پیاوړی لوبغاړی کارلوس برایټویټ شامل شوی دی.

پولارډ چې د سریلانکا خلاف یې په دوه یو ورځینو لوبو کې وېسټ انډېزۍ لوبډله په بریالیتوب سره رهبري کړه، او وېسټ انډېز کریکټ لوبډلې ته یې دواړه لوبې په بریا سره پایته ورسولي او سریلانکایۍ لوبډله یې وایټ واش کړه.

تمه کېدله، چې هغه به په پاکستان سوپر لیګ کې د پیښور زلمي لوبډلې سره ډېر ژر یو ځای شې خو متسفانه چې نوموړي د درد احساس کولو او د خپل ټپ له امله یې راتلونکې پړاو کې ګډون ونکړ.

کارلوس برایټویټ د پولارډ نشتون له امله د پیښور زلمي لوبډلې مینه والو څخه بښنه غوښتې ده، خو نوموړي ډاډ ورکړی دی چې لوبډله به یې د ډیرن سیمی په مشرۍ د پاکستان سوپر لیګ جام وګټې.

پولارډ د پاکستان سوپر لیګ په تېرو پړاونو کې هم ښه سیالۍ ترسره کړې وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې