دلوبغاړو په اړه

ميچل سټارک د خپلې ښځې د لوبې د لیدلو لپاره ملي لوبډله پرښوده

استراليا کرکټ ملي لوبډلې چټک کيڼ لاسي بالر میچل سټارک خپله وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه پر دې اساس د سویلي افریقا پر وړاندې پرېښوده چې نوموړی باید د خپلې میرمنې لوبه له نیږدي ننداره کړې.استرالیا کرکټ ښځېنه ملي لوبډله سبا د ۲۰۲۰م کال پای لوبه په خپل کورني لوبغالي کې ترسره کوي.سټارک ویلي زه پر دې اساس ملي لوبډله پریږدم چې د خپلې میرمنې لپاره باید ډېر چمتوالی ونیسم او دغه خوښي سره په ګډه ولمانځو.الیسا هيلې، د استرالیا د ښځېنه ملي ټيم لوبغاړی ده او د استرالیایي فاسټ بالر میچل سټارک میرمن ده.ټاکل شوې سبا یکشنبه د ۲۰۲۰ م کال ښځېنه نړیوال شل اوریزه جام فاینل لوبه د استرالیا او هندوستان ښځېنه لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ښځېنه و نړیوال جام ۷ پړاو د فبروري په ۲۱ نېټه د لس لوبډلو په ګډون د استرالیا په هېواد کې پیل شوی و.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې