نړیوال کریکټ

سوېلي افریقا هند خلاف لوبډله کې جانیمان ملان ته ځای ورکړ

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې راتلونکو دريو ورځینو لوبو لپاره په لوبډله کې د هند پر وړاندې جانیمان ملان ته چانس ورکړی دی. ټاکل شوي ده چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د مارچ په ۱۲مه نیټه پیل شي. دویمه لوبه مارچ ۱۵مه او همدغه شان درېمه او وروستۍ سیالۍ به د مارچ په ۱۸مه نیټه ترسره شې.

سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې جانیمان ملان د تبریز شمسي پر ځای لوبډله کې شامل کړی دی. تبریز شمسي د خپل نوي پیدا شوي ماشوم زېږون له کبله هند پر وړاندې سفر کې ګډون نه کوي.

د سوېلي افریقا لوبډلې نوملړ: کوینټن ډیکاک (لوبډلمشر، ویکټ ساتوونکی)، جانیمان ملان، ټیمبا باوما، راسي وان ډیر دوسن، فاف ډو پلیس، کایل وریرین، هینریچ کلایسین، ډیویډ ملر، جون جان سموس، انډیل پیلاکویو، لونګي اینګیدي، لوتھو سیپملا، بیوران هینډیکس آنریچ نورټجي، جورج لینډی او کیشیو مهاراج شامل دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې