افغانستان کریکټ

افغان لوبډلی ایرلینډ ته مناسب هدف ورکړ

ددوهمي شل اوریزی لوبي پچه افغان لوبډل مشر وګټل او دتوپ وهنی پریکړه یي وکړل. دافغان لوبډلي پیل ډیر کمزوری و او په لومړنیو اورونو کي یي کمي منډي ترلاسه کړي خو د ځاځي له اوټ کیدو وروسته اصغر افغان او ګربز تیزه لوبه پیل کړل، خو ددواړو لوبغاړو دنه همږغۍ له امله ګربز په منډه اوټ ویکټ له لاسه ورکړل. افغان لوبډلي لومړنیو لسو اورونو کي ۶۴ منډي ترلاسه کړي وي او یو لوبغاړی یي سوځیدلي و. افغان لوبډلي په ټاکلو شلو اورونو کي د څلورو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ایرلینډ ته ۱۸۵ منډي هدف وټاکه. چي له ډلي یي ځاځي ۲۸ یوه شپږیزه یوه څلوریزه ، ګربز ۳۵ دري شپږیزي، اصغر افغان ۴۹ دري څلوریزي دري شپږیزي، محمدنبي ۲۷ دوي څلوریزي یوه شپږیزه، نجیب الله ۱۶ ناسوځیدلي دوي شپږیزي او نایب ۱۳ ناسوځیدلي دوي شپږیزي منډي جوړي کړي. ایرلینډ ته اوو توپ اچونکو توپ اچونه وکړل چي رینکن، یونګ او ډیلني یویو لوبغاړۍ وسوځاوه. اوس به ایرلنډۍ لوبډله دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیلوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې