افغانستان کریکټ

افغانستان میلمنې لوبډلي ته په ماتي سریز پخپل نوم کړ

ایرلنډۍ لوبډله د درو شل اوریزو لوبو لباره دافغانستان میلمنه ده. ددي لړۍ لومړۍ لوبه د باران د ورښت له امله افغانستان په ۱۱ منډو وګټل. دوهمه هم چی نن ترسره سول افغانستان پکښي ایرلینډ ته په ۲۱ منډو ماته ورکړل او سریز یی پخپل نوم کړ.
ددوهمي شل اوریزی لوبي پچه افغان لوبډل مشر وګټل او دتوپ وهنی پریکړه یي وکړل. دافغان لوبډلي پیل ډیر کمزوری و او په لومړنیو اورونو کي یي کمي منډي ترلاسه کړي خو د ځاځي له اوټ کیدو وروسته اصغر افغان او ګربز تیزه لوبه پیل کړل، خو ددواړو لوبغاړو دنه همږغۍ له امله ګربز په منډه اوټ ویکټ له لاسه ورکړل. افغان لوبډلي لومړنیو لسو اورونو کي ۶۴ منډي ترلاسه کړي وي او یو لوبغاړی یي سوځیدلي و. افغان لوبډلي په ټاکلو شلو اورونو کي د څلورو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ایرلینډ ته ۱۸۵ منډي هدف وټاکه. چي له ډلي یي ځاځي ۲۸، ګربز ۲۸، اصغر افغان ۴۹، محمدنبي ۲۷، نجیب الله ۱۶ ناسوځیدلي او نایب ۱۳ ناسوځیدلی منډي جوړی کړي. ایرلینډ ته اوو توپ اچونکو توپ اچونه وکړل چي رینکن، یونګ او ډیلني یویو لوبغاړۍ وسوځاوه.

دهدف ترلاسه کولو لپاره ایرلینګ لوبډلي تقریبا ښه پیل درلود خو ټاپ ارډر لوبغاړو ښه لوبه ونکړل مګر د منځ لوبغاړو بیلبرنی او ټکټور د ۴۹ منډو ملګرتیا وکړل او لوبه یي پخپل لاس کي واخستل مګر راشدخان دنوموړي دویکټ ترلاسه کولو وروسته لوبه دافغانستان خواته راواړول. ایرلینډ لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د ۶ لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۶۳ منډي جوړي اولوبه یي په ۲۱ منډو بایلوده. په ایرلنډي توپ وهونکو کي انډي بیلبرني ۴۶ او کیوین اوبراین ۱۹ منډي جوړي کړي. او په افغان توپ اچونکو کي مجیب الرحمن ۳، شاپور، نایب او راشدخان ۱-۱ لوبغاړۍ وسوځاوه. دلوبي غوره لوبغاړۍ مجیب الرحمن ونومول سو. بدي بریا سره سریز هم دافغان لوبډلي په نوم سو.
ددي لړۍ وروستۍ لوبه د دمارچ په لسمه دراتلونکي سی شنبي په ورځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې