نړیوال کریکټ

اسټرالیا دپنځم ځل لپاره پخپل کوربه توب دښځو نړیوال جام وګاټه

دښځینوو نړیوال جام چي داتو لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په بیلابیلو ښارونو کي دفبرورۍ په ۲۱مه پیل سوی و. پایلوبه کي کوربه اسټرالیا هند ته په ماتي یاد جام پخپل نوم کړ. یادی لوبډلي په دوو ګروپونو ویشل سوي وي چي له A ګروپ څخه دهند ښځینه او اسټرالیا ښځینه لوبډلي او په B ګروپ کي دسویلي افریقا او انګلستان ښځینه لوبډلي نیمه پایلوبي ته ووتي. په نیمه پایلوبو کي دهند ښځینوو او انګلستان ښځینوو ترمنځ لوبه دباران له امله دهند په ښه رن ریټ سره هند ښځینه لوبډله مستقیما پایلوبي ته ووتل او دسویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ لوبه اسټرالیا د DLS میتود لمخي په پنځو منډو وګټل.
نن دیاد جام پایلوبه په MCG کي ترسره سول. دلوبي پچه اسټرالیا ښځینه لوبډلي وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل چي په پوره شلو اورونو کي یي د ۴ لوبغاړو په دلاسه ورکولو هند ښځینه لوبډلي ته ۱۸۵ منډي هدف وټاکه. اسټرالیا ته موني ۷۸ ناسوځیدلي، هیلي ۷۵ او لیننګ ۱۶ منډي جوړي کړي. هند ښځینه وو ته ډیپتي شرما ۲، پونم یادو او رادا یادو ۱-۱ لوبغاړۍ وسوځاوه. هندۍ ښځینه لوبډلي دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره دلوبي له پیله ترپایه کمزوري لوبه وکړل چي په ۱۹،۱ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۹۹ منډي جوړي او لوبه یي په ۸۵ منډو بایلوده. هند ښځینه لوبډلي ته ډیپتي شرما ۳۳ او کرشنامورتي ۱۹ منډي جوړي کړي. او اسټرالیا ښځینه لوبډلي ته سکاټ ۴، جانسن ۳ او پاته لوبغاړو ۱-۱ لوبغاړۍ وسوځاوه. پدي بریا سره اسټرالیا ښځینه لوبډله دپنځم ځل لپاره د ښځو نړیوال جام وګاټه. دلوبی غوره لوبغاړې دسټارک میرمن الیس هیلي او دټول جام غوره لوبغاړي بیت موني وټاکل سول.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې