نړیوال کریکټ

د پاکستان او هند تر مینځ لا هم د راتلونکي اسیا جام په هکله جنجال دی؛

د پاکستان او هند تر مینځ لا هم د راتلونکي اسیا جام په هکله جنجال دی؛
په هرصورت، د هندوستان کریکټ بورډ (BCCI) د PCB  سره د آسیا جام ۲۰۲۰ کوربه کولو کې کومه ستونزه نه درلوده، خو دوی په بار بار سره ویلي دي چې دوی کله هم ګاونډي هیواد ته سفر کولو ته اماده ندي!
د ۲۰۱۸ کال اسیا کپ په متحده عربي اماراتو کې کوربه توب هم هند د پاکستان او هند تر منځ د سیاسي اړیکو له امله کړی و، ځکه چې د پاکستان لوبغاړو ته په هند کې د لوبو لپاره ویزې نه ورکول کیدې.
د پاکستان د کریکټ بورډ رییس احسان مانی بیا وایي چې اسیآ کپ به د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږی!
دی وایي: ښه پوهیږي چې هندي ټیم به د آسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته نه ورځي، د هند نه ورتګ له وجهې کولی نشي چې دوی د کپ کوربه توب ونکړي! په مطبوعاتي کنفرانس کې د رسنیو خبریالانو ته د وینا پرمهال احسان مانی وویل چې د آسیا راتلونکی کپ به د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان کوربه توب وي.
د پاکستان کرکټ بورډ هم تایید کړه چې پاکستان لاهم د راتلونکې غونډې کوربه دی پداسې حال کې چې هغه لږترلږه د هندوستان د کریکټ بورډ ، BCCI لخوا د نه ورتګ په اړه راپورونه خپریږي! مانی په یوه بیان کې زیاته کړه: که موږ په پاکستان کې د غونډې کوربه توب باندې ټینګار وکړو ، هندي ټیم به برخه وانخلي.  موږ د هغه څه پروا نه کوو چې د BCCI څه وایي”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې