دلوبغاړو په اړه

۴۲ کلن وسیم جعفر له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

وسیم جعفر د هندوستان هېواد اوسیدونکی دی هغه د هندوستان د ملي لوبډلې لپاره هم لوبیدلی.پرون یې رسمآ له نړیوال کورني تجارتي او د کرکټ له هر ډول فارمټ څخه استعفا اعلان کړه.وسیم په کال ۱۹۷۸ م کال کې د هندوستان بمبۍ ، مهاراشترا ایالت کې وزیږد،د هندوستان لپاره یې لومړۍ ټيسټ لوبه په ۲۰۰۰ م کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې وکړه.او خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۶ م کال کې د افریقا پر وړاندې ترسره کړه.هغه د هندوستان په کورني تجارتي آی پي ایل سیالیو کې په ۱۹۹۶ م کال کې د ممبې انډینز په کټه ولوبید،او په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کلونو کې د رویل چیلنجرز بینګلور په ګټه ولوبید.وسیم ویلي زه ډېر زیات خوشاله یم چې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د سچن ټنډولکر،ایم ایس ډوهني،راهول ډراویډ،انیل کومبلي،کيپل دیو،وریندر سهواګ،او سوراپ ګنګولي پڅېر پخواني لوبغاړي لري.زه د ټولو ټيمونو څخه مننه کوم له کومو سره چې ما سیالۍ ترسره کړې ما دوه لسیزې د هندوستان لپاره کورنی کرکټ وکړ او زه د کرکټ په ډګر کې د هندي مشرانو زیات منندوی یم.دغه لوبغاړي له ۲۰۰۰ م کال راهیسي تر اوسه پورې ۳۱ ټيسټ سیالۍ او دوه نړیوالې یو ورځنېۍ لوبې کړې.
ولید ( خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې