نړیوال کریکټ

په یوورځنیو لوبو کي کلین سویپ سول خو شل اوریز کي یي وایټ واش وکړ

ویسټ انډیز لوبډلي سریلانکا ته خپل سفر په ناکامیو پیل کړ اوپه بریا یي پايته ورساوه. پدي لړۍ کي دري یوورځنۍ او دوي شل اوریزي لوبي شاملي وي. چي دري واړه یوورځنۍ لوبي سریلانکا وګټلي او ویسټ انډیز یي کلین سویپ کړ. خو له هغه وروسته شل اوریزه لړۍ راپیل سول چي لومړۍ لوبه په ۲۵ منډو ویسټ انډیز وګټل او دوهمه لوبه چي پرون ترسره سول هم ویسټ انډیز په ۷ ویکټو وګټل او سریلانکا یي وایټ واش کړل. دپرونۍ لوبي پچه ویسټ انډیزي لوبډلمشر پولارډ وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل، چي سریلانکایي لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د ۶ لوبغاړو په دلاسه ورکولو ویسټ انډیز ته ۱۵۶ منډي هدف وټاکه. چي له ډلي یي شنکا ۳۱ ناسوځیدلي او میتیوز ۲۳ منډي جوړي کړي او دویسټ انډیز له لوري یاده لوبه کي ۲۱ اضافه منډي ورکړل سوي وي چي ۱۰ پراخ توپونه، ۵ باي، ۵ لیګ باي او یو نوبال و. ویسټ انډیز ته فیبین الن ۲ لوبغاړي وسوځول. ویسټ انډیز لوبډلي دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړل چي په پوره ۱۷ اورونو کي یي د درو لوبغاړو په دلاسه ورکولو هدف ترلاسه او لوبه یي وګټل. ویسټ انډیز ته برونډن کینګ ۴۳ سوځیدلي، هیټمایر ۴۳ ناسوځیدلي او رسل ۴۰ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي. په سریلانکایي توپ اچونکو کي میتیوز، کمارا او شنکا ۱-۱ لوبغاړۍ وسوځاوه او تجربه لرونکي لوبغاړي ملینګا دریو اورونو کي ۴۶ منډي ورکړي. دلوبي او سریز غوره لوبغاړۍ انډري رسل ونومول سو. دویسټ انډیز یاد بریالی او نابریالی سفر سریلانکا کي بشپړ سو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې