دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

واټسن : د کرکټ په نړۍ کې یې څلور کيپتانان زیات خوښیدل

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شين واټسن، د کریک انفو سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي((زه د کرکټ په نړۍ کې له څلورو کيپتانانو څخه ډېر خوښ یم، هغوۍ د خپل وخت ترټولو مخکښ لوبغاړي و، دوی به د لوبې په جریان کې ډېرې ګټورې پرېکړې کولاې.له واټسن څخه وغوښتل شو چې دا دکوم هېواد څخه دي او څوګ دې؟.واټسن یې په ځواب کې وویل،لومړی مې د استرالیا د جادوګر سپينر (شين وارن) لوبډلمشرې زیاته خوښيده.دوهم د استرالیا لپاره بل پخوانی کيپتان ( ریکي پونټینګ) دی پوټنیګ د کيپتانۍ تر څنګ یوښه توپ وهونکی هم و.دریم هندوستاني (ایم ایس ډوهونی) دی ایم ایس د نړۍ له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دی زه آی پي ایل سیالیو کې ورسره لوبیږم هغه ډېرې نا اشنا پرېکړې کوي چې هر کله ګټورې ثابتې شوې دي.څلورم بل هندي پخوانی کيپتان( راهول ډراویډ) دی راهول د هندوستان په ګټه یو ښه لوبیدونکی لوبغاړی و.د دې ترڅنګ د باسټ بالینګ په برخه کې د استرالیایي (میچل جانس) توپ اچونه زیاته خوښه وي.واټسن په نړیوال کرکټ کې یو بهترینه الراونډر و چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.هغه د استرالیا هېواد لپاره ۱۴ کاله کرکټ وکړ چې په ډېرو وختونوکې یې استرالیا ته ګټه ورکړې وه.هغه په شل اوریزه سیالیو کې د لس زرو څخه زیاتې منډې لري او د ده ترڅنګ یې ۲۹۱ ویکټې هم ترلاسه کړې.یاده دې وي چې شين واټسن، د پاکستان په روان پي ایس ایل لیګ کې د کويټه ګلیډرز لوبډلې په ګټه لوبیږي.

ولید ( خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې