نړیوال کریکټ

میلمنه لوبډله کلین سویپ سول

زمبابوي لوبډله دیوي ټیسټ، درو یوورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دیش ته تللي. یواځنۍ ټیسټ لوبه بنګله دیش په ۱۰۶ منډو وګټل. وروسته دیو ورځنیو لوبو لړۍ راپیل سول، چي لومړۍ لوبه بنګله دیش په ۱۶۹ منډو، دوهمه په ۴ منډو او وروستۍ لوبه یي چي پرون ترسره سول هم بنګله دیش په ۱۲۳ منډو وګټل. دتیري لوبي پچه زمبابوي لوبډلمشر وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل چي دباران د ورښت له امله لوبه ۴۳ اوریزه سول او بنګله دیش په یادو اورونو کي د ۳ لوبغاړو په دلاسه ورکولو زمبابوي ته ۳۲۳ منډو هدف وټاکه. چي له ډلي یي لیټن ډاس ۱۷۶، تمیم اقبال ۱۲۸ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي. او زمبابوي ته ممبا دري واړه ویکټي ترلاسه کړي. دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره زمبابوي ښه پیل ونکړ او لومړی لوبغاړۍ یي په ۴ منډو وسوځید؛ چي دلوبي په ۳۷،۳ اورونو کي یي دټولي لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۱۸ منډي جوړي او لوبه یي په ۱۲۳ منډو بایلوده. زمبابوي ته سکندر رضا ۶۱ او مدهیورا ۴۲ منډي جوړي کړي. بنګله دیش ته سیف الدین ۴ او تاج الاسلام ۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبډل مشر په توګه داد مشرف مرتضی وروستۍ لوبه وه چي هغه خپلي لوبډلي ته پنځوسمه بریا هم ترلاسه کړه. دلوبي غوره لوبغاړۍ لیټن ډاس او دسریز غوره لوبغاړي تمیم اقبال او لیټن ډاس وټاکل سول. ددي لړۍ وروسته د همدي میاشتي پر نهمه نیټه شل اوریزي لوبي پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې