
میلمنه لوبډله وایټ واش سول
اسټرالوۍ لوبډله د درو شل اوریزو او درو یوورځنیو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي وه. چي دشل اوریزو لوبو لړۍ ۱-۲ اسټرالیا وګټل. ورپسي دیوورځنیو لوبو لړۍ راپیل سول چي ۰-۳ سویلي افریقا وګټل. لومړۍ لوبه سویلي افریقا په ۷۴ منډو، دوهمه په ۶ ویکټو او وروستۍ لوبه چي نن ترسره سول هم سویلي افریقا په ۶ ویکټو وګټل. دنن لوبي پچه سویلي افریقا وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل. اسټرالیا لوبډلي په پوره پنځوس اورونو کي د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو سویلي افریقا ته ۲۵۵ منډي هدف وټاکه؛ چي لبسچګني ۱۰۸ او ارثي شارټ ۳۶ منډي جوړي کړي. سویلي افریقا ته نورتجي او سمتس ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. افریقا لوبډلي دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره ښه لوبه وکړل چي په ۴۵،۳ اورونو کي یي د څلورو لوبغاړو په دلاسه ورکولو هدف ترلاسه اولوبه یي په شپږو ویکټو وګټل. سویلي افریقا ته سمتس ۸۴، کلیزن ۶۸ ناسوځیدلي او ویرین ۵۰ منډي جوړي کړي. اسټرالیا ته هازلووډ ۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ سمتس او دسریز غوره لوبغاړۍ هینریچ کلیزن ونومول سو. دنن په لوبه کي میچل سټارک نه و ځکه هغه دښځینوو نړیوال جام پایلوبه کی دخپلي میرمني الیس هیلي دلوبي کتلو لپاره خپل هیواد ته ستون سوی او دسویلی افریقا توپ اچونکی تبریز شمسي هم نه و ځکه د هغه دمیرمني نن اولاد زیږیدلی و. پدي ماتي سره اسټرالیا لوبډله دسویلي افریقا په کور کي وایټ واش سول.