نړیوال کریکټ

د کرونا ویروس له امله د ICC Challenge League A لوبې وځنډول شوې

د کرکټ د نړیوالې شورا چېلنج لیګ ټورنمینټ سیالۍ وځنډول شوې.ټاکل شوې وه چې دغه ټورنمینټ به د روانې مارچ میاشتې په ۱۶ نېټه په مالیزیا هېوادکې د شپږو لوبډلو تر منځ ترسره شي خو د کرونا ویروس له امله یادې سیالۍ وځنډول شوې.د کرکټ نړیواله شورا هېله لري چې د

کاناډا ، ډنمارک ، مالیزیا ، قطر ، سینګاپور او وانواټو، لوبډلو ترمنځ به د ۲۰۲۰ م کال سیالۍ د سره تنظیم کړې.د آی سي سي، د پيښو مشر (کریس ټيټلي)ویلي مونږ د کرونا ویروس له امله ډېر مهم ټورنمینټونه لغوه کړل،چې د دې له ډلې څخه یو هم د آی سي سي (ای لیګ چلینج) لوبې دي.مونږ وضعیت له نیږدي څارو،او پوهیږو چې حالات سم نه دي.زه غواړم د مالیزیا کرکټ (ایسوسی ایشن) او ټولو برخه اخیستونکو غړو څخه د دوی ملاتړ لپاره مننه وکړم. هرډول ښه راتلونکې زموږ لومړیتوب دی او موږ راتلونکي کال ته په لاره اچول شوي غونډې ته سترګې په لار یو.

ولید ( خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې