نړیوال کریکټ

د ښځینه نړیوال جام پایلوبه سبا ترسره کیږي!

د ښځینه نړیوال جام پایلوبه سبا ترسره کیږي!
د آسټرلیا د ښځينه او هندوستان ښځینه لوبډلو ترمینځ د فاینل لوبه سبا ورځ ترسره کیږي، چې د کوربه آسټرالیا لوبډله د میلبورن کریکټ لوبغالي کې د هندوستان ښځینه لوبډلې سره لوبه کوي. د آسټرالیا ښځینه لوبډله د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې هندوستان سره مخامخ شوه چې په خورا لوی توپیر سره یې له هند څخه ماتې وخوړه.
اسټرالیا ښځینه لوبډلې د ټورنمنټ په جریان کې په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا میرمنو ته د ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار پیدا کړه. خو هند د انګلینډ ښځینه لوبغاړو پروړاندې نیمه پایلوبې ته لاره وموندله او یو څه بختور وو، ځکه چې بې له لوبې کولو یې پایلوبې ته لار پیدا کړه!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې