لیګونه

د هندوستان د پریمير لیګ آی پی ایل سیالیو کې تغيرات رامنځته شو خو د لوبډلو مالکان به یادو پرېکړو ناخوښه دي

اټکل شوی د هندوستان هېواد تجارتي
لیګ د روانې مایشتې په ۲۹ نېټه د چینانی سوپرکینګز،او د ممبې انډینز، د لوبډلو په لوبه سره پيل شي.یاد لیګ کې څو ورځي مخکې د هندوستان د کرکټ کمېټې د
BCCI
مشر سوراپ ګنګولي نوې تغيرات رامنځته کړل.دغه ډول بدلونونه د هندوستان د آی پي ایل، د لوبډلو د مالیکانو د خوښي وړندې.سوراپ په آی پي ایل لیګ کې درې ژور بدلونه رامنځته کړل، چې یو له هغې څخه د ګټونکې لوبډلې نېمي پيسې راکمول دي.په تېر کې به په فاینل لوبه کې شل ميلیارده پيسې ګټونکې لوبډلې ته ورکول کیدلي چې اوس دغه پيسې ۵۰ سلنه کمې شوې دي.د دغه ډول پرېکړې سره د یاد لیګ تجاران هم نظره ندې، د اتو ټيمونو مالیکان سره راغونډ شول او د (بي سي سي آی) مشر ته یې وړاندیز وکړ چې ځنې پرېکړې باید واخلې دوی زیاتوي مونږ په یاد بدلون کې ناخبره یو،مونږ تل د هندوستان کرکټ بورډ په ګټه کارونه ترسره کړې نو کومه پرېکړه چې دوی کړې زمونږ لپاره سمه نده.دغي اتو مالیکانو کمېټې ته رسمي مکتوب لیږلی ترڅو له غور او بحث وروسته دوی ته ځواب ورکړې.د لوبډلو بهرني او داخلي تجاران وایي کومه پرېکړه چې له دې وروسته ترسره کیږي باید دوی پکې خبر اووسي.د هندوستان انډين پریمير لیګ د ګڼ شمېر بهرنیو لوبغاړو په منځ کې د هندوستان په هېواد کې د سلګونه نندارچیانو په منځ کې ترسره کيږي.

ولید (خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې