دلوبغاړو په اړه

جېسن لانجر څرګندوي، چې ولې د مېچل سټارک په نشتون کې به دریمه یو ورځنۍ لوبه وګټې؟

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله به د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې سره په پوټیسټ روم په سینویس پارک کې په دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې یو له بل سره مخ شې.

چې په دغه سیالۍ کې به د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله د تېز بالر مچېل سټارک له توپ اچونې څخه بې برخې وې. سټارک به له دې امله په راتلونکې یو ورځنۍ لوبه کې ګډون ونکړي، ځکه هغه د خپلې میرمنې الیسه هیلې ملاتړ لپاره ښځینه نړیوال جام کې ګډون کوي او د خپلې ميرمنې ملاتړ به وکړي. ټاکل شوي ده چې دغه سیالۍ سبا یکشنبه د مارچ په اتمه نیټه ترسره شې. یاده سیالۍ به په میلبورن کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.

جېسن لانجر وویل:

“دا د لوبې لپاره د ژوند په اوږدو کې یو ځل ژوندی چانس دی. چې الیسه د کور په نړیوال جام فاینل کې وګوري او له دې امله موږ خوښ یو چې هغه ته اجازه ورکړل شوي ده. او په ښځینه نړیوال جام کې د خپلې میرمنې ملاتړ وکړي.”

اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله د مېچل سټارک په نشتون کې یو شمېر پیاوړي تېز توپ اچوونکي لري. لکه د کین ریچارډسن، ژی ریچارډسن او جوش هزلی ووډ په څېر ورته توپ اچوونکي کولی شې اسټرالیايۍ لوبډله بریالۍ کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې