دلوبغاړو په اړه

الیس پیري د شپږو میاشتو لپاره له کریکټ لوبو څخه کیښنول شوه

د اسټرالیا کریکټ ښځینه لوبډلې پیاوړې لوبغاړې الیس پیري ممکن د جراحي ټپ له امله شپږو میاشتو لپاره له نړیوال کریکټ څخه بې برخې شې. الیس پیري په ښځینه شل اورېرز نړیوال جام کې د سریلانکا ښځینه لوبډلې سره د سیالۍ پر مهال ټپې شوه. چې له کبله به یې اوس نوموړې جراحي عملیات ترسره کړي او د شپږو میاشتو لپاره به د نړیوال کریکټ څخه بې برخې وې.

د نوموړې پر وینا چې د هغې جراحي عملیات به راتلونکې اونۍ کې پیل شې.

الیس پیري وویل: وخت ښه و، زه اوس هم او سبا ته هم را څرګندېږم. او په راتلونکې اونۍ کې به عملیات وکړم. هغې زیاته کړه: “ما نه منلوونکې منډي جوړې کړې دي، زه د ډیری وخت راهیسې د ټپې کېدو سره سره بیا هم خوشبخته یمه.”

ټاکل شوي ده چې سبا د مارچ په اتمه نیټه اسټرالیا ښځینه لوبډله د هند ښځینه لوبډلې سره په ښځینه شل اورېز جام پایلوبه کې په اېم سي جې یا میلبورن کریکټ لوبغالي کې یو بل سره مخ شې.

اسټرالیا ښځینه لوبډلې د ښځینه شل اورېز جام اتلولي څلور ځلې په خپلې بریا سره پایته رسولې ده، خو دا ځل د هند ښځینه لوبډلې مُورال غښتلی ښکارې او اټکل کېږي، دا ځل د ښځینه شل اورېز جام اتله لوبډله ونومول شې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې