افغانستان کریکټ

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا دوهمه سیالۍ ترسره کوي

د افغانستان په کوربه توب له ایرلینډ سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پرون د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شوه

په یاده سیالۍ کې ټاس ایرلېنډلوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دایرلېنډ لپاره په توپ وهنه کې پاول سټرلینګ ۶۵ او انډیو بال برني،۳۵ منډې جوړي کړي.

مېلمه لوبډلې په ټاکل شوې شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف په مخ کېښود.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد ارمان درې مجیب الرحمن او شاپور ځدران بیا یوه یو ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د برید کونکي اوپنران و په شتون کې ښه پیل وکړ خو سمي سینګ د سیالۍ په پنځم اور کې لومړی رحمان الله کربز ایل بي ډبلیو کړ او د همدي وروسته یې په ورستي بال حضرت الله ځاځی کلین بولډ کړ.ورپسي کریم جنت او اضغر افغان په رن اوټ کې ډېرې ژر خپلې ویکټې وبایللي.خو نجیب ځدراڼ او سمیع الله شینواري مسوولانه لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې تر ۱۳۵ پورې ورسولې، دلوبې په ۱۶ اور کې زیات باران شروع شو او لوبه یې وځنډوله باران ونه درید او همداسي جارې پاتې شو د لوبې امپاېرانو پرېکړه وکړه او د (ډي ایل) میتود له مخي افغانستان په ۱۱ منډو بریا ترلاسه کړه.د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوریزه لوبه د هندوستان په ګریټر نويډا لوبغالي کې سبا یکشنبه یوه بجه ترسره شي.

ولید ( خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې