افغانستان کریکټ

افغان لوبډله اوس هم توپ وهنې برخه کې نمګړتیاوې لري

افغانستان کریکټ ملي لوبډله چې توپ وهنې برخه یې د توپ اچونې په پرتله خورا زیاته کمزوري ده. او په شل اورېز کریکټ کې تر ۱۸۰/۱۹۰ منډو څخه په اسانۍ سره دفاع نه شې کولی او له ستونزو سره مخ کېږي چې لامل یې د افغان لوبډلې نمګړتیاوې په توپ وهنه کې دي وړمه ورځ افغان لوبډلې له ایرلنډ سره په هند کې د افغانستان په کوربه توب په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې لومړۍ شل اورېرزه سیالۍ ترسره کړه چې افغان لوبډلې یاده سیالۍ په DLS میتود سره په ۱۱ منډو وګټله. دلته په ننۍ لیکنه کې درته د افغان لوبډلې نمګړتیاوې په ډاګه کوو کومې چې په توپ وهنه کې لري.

که څه هم لومړۍ شل اورېزه سیالۍ افغان لوبډلې وګټله او بریا یې پکې خپله کړه. د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې ۱۷۲ منډي جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه. چې ایرلنډۍ لوبډلې لومړۍ ویکیټه په ۶۳ منډو له لاسه ورکړه او له هغې وروسته بلبرني او سټرلېنګ د افغان لوبډلې پر وړاندې یوه ښه ملګرتیا ترسره کړه چې همدا لامل وه افغان لوبډلې لپاره یې په شل اورېز کریکټ کې یو مناسب هدف وټاکلو بلبرني او سټرلېنګ له ۶۳ منډو راپدېخوا ۱۱۱ منډو پورې ویکیټه باندې سټی یا پاتې شول چې په ورته وخت کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ ویکیټه په ۵۵ منډو له لاسه ورکړه او دوېمه ویکیټه یې هم پر ۵۵ منډو له لاسه ورکړه همدغه راز دریمه ویکیټه یې هم پر ۵۵ منډو له لاسه ورکړه چې لږ ځنډ وروسته یې څلورمه ویکیټه په ۶۹ منډو له لاسه ورکړه دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې په ۱۴ منډو شاو خوا کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل نو له همدې امله افغان لوبډلې توپ وهنې برخه اوس هم کمزورې ده که څه هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر په یوه ویډیو کې بار بار یادونه کوله چې مونږ زیات کار پر توپ وهنې برخې کړی دی چې خپله لوبډلمشر اصغر افغان بغېر د کومې منډي جوړولو له میدان څخه اوټ ولاړ.

خو وروسته په منځنۍ برخه کې سميع الله شینواري او تر څنګ یې کېڼ لاسي توپ وهوونکي نجیب الله ځدران د میلمه ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یوه ښه ملګرتیا یا پاټنرشېف ترسره کړ، چې له امله یې افغان لوبډلې سره په بریا کې داوړو مهم رول ولوبوه که څه هم وروسته سیالۍ کې باران وشو او د ډېر تم پاتې کېدو وروسته افغان لوبډلې د باران له امله په DLS میتود باندې په ۱۱ منډو بریا ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې سمیع الله شینواري په یاده سیالۍ کې په شل اورېز فارمټ کې خپلې ۱۰،۰۰ منډي هم بشپړي کړي.

ټاکل شوي ده چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به دويمه شل اورېزه سیالۍ سبا غرمه مهال یوه بجه په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره شې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې