افغانستان کریکټ

راشد خان شاید نن سیالۍ ونه لوبیږي .

ټاکل شوې ده چې نن غرمه یوه بجه د افغانستان او ایرلينډ کرکټ لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي .

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بهترین لوبغاړی راشد خان ارمان تیره ورځ په تمرینانو کې د توپ اچونې په جریان کې کې د حضرت ځاځي له لوري پرې مخامخ شاټ وهل شوی او نوموړی پر لګیدلی او سخت ټپي شوی شاید راشد ارمان د هغه ټپ له امله نن سیالۍ کې ونه لوبیږي .

راشد ارمان د افغان لوبډلې مهم لوبغاړی شمیرل کیږي که چیرې نن سیالۍ کې ونه لوبیږي افغان لوبډله به له ستونزو سره مخ شي. افغان لوبډله به نن غرمه مهال یوه بجه له ایرلنډ سره لومړۍ شل اورېزه سیالۍ ترسره کړي چې په ملي تلوېزون به په ژوندۍ بڼه خپره شې.
خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې