افغانستان کریکټ

د نن لوبې پوره معلومات

د افغانستان او آیرلینډ ترمینځ د دریو شل اوریزه سیالیو لومړۍ T20I به د ګریټر نویډا ایالت په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.

د لوبې مکمل توضیحات:

لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په یوه بجه پيلیږي! دا لوبه به په سټار سپورټس ټلویزیون په ژوندی بڼه خپره شي!

د هوا شرایط:

د هوا وړاندوینه وايي چې د باران امکان یو څه لوړ دی مګر دا به د لوبې پر اوږدوالي اغیزه ونلري. د باد سرعت هم له ۱۳ څخه تر ۱۸ کیلو میتر/ساعت پورې دی؛ پداسې حال کې چې د تودوخې درجه به د ورځې په اوږدو کې د ۱۴ او ۲۱ درجې سانتي ګراد تر مینځ وي.

د پیچ راپور:

سطح د بیټینګ لپاره مناسب ده، او توپ اچوونکو لپاره به په لومړیو کې شرایط یو څه سخت وي! او وروسته سطح ورو ورو نرمیږي! له دې امله به سپنرانو ته غوره چانس برابر شي. نو د ټاس ګټونکی ټیم به لومړی بیټینګ کولو ډیر غوره وي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې