افغانستان کریکټ

د اسلامي بانګ لومړی شل اوریزه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسیده!

د افغانستان او میلمه ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د اسلامي بانګ تر نامه د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان سیالې لوبډلې ته د(DLS) میتود له مخې په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د مارچ په شپږمه نیټه د هندوستان هیواد په ګريټر نویډا لوبغالي کې ترسره شوه، دلوبې پچه د ایرلینډ لوبډلمشر بیلبرني وګټه او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
ایرلینډ لوبډلې په (۲۰) اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو (۱۷۲) منډې ترسره او افغان لوبډلې ته یې د ګټې لپاره د (۱۷۳) منډو هدف وټاکه.

د ایرلینډ لخوا توپ وهنه کې سټرلینګ (۶۰) او کیون اوبراین (۳۵) تر نورو زیاتې منډې ترسره کړې.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې راشد خان په ۴ اورونو کې د (۲۲) منډو په ورکړې ۳، خو مجیب الرحمن او شاپور ځدران بیا ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د (۱۷۳) منډو په ځواب کې په ۱۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو (۱۳۳) منډې جوړې کړې، چې وروسته لوبه د باران ښکار شوه او افغان لوبډله د (DLs) میتود له مخې په ۱۱ منډو ګټونکې شوه.
توپ وهنه کې د افغانستان لپاره چپ لاسي توپ وهوونکي نجیب الله د ۲۱ توپونو په لوبولو د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ (۴۲)، رحمن الله ګربز په ۱۳ توپونو د ۴ څلوریزو او ۱ شپږیزې پرمټ (۲۸) او سمیع الله شینواري بیا (۲۸) منډې په ۲۹ توپونو ترسره کړې.

د ایرلینډ لخوا توپ اچونه کې سیمي سینګ ۲ او رنکین ۱ لوبغاړی اوټ کړ.

د دواړو لوبډلو تر منځ به د اسلامي بانګ دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۸ نیټه په همدې لوبغالي کې د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱ بجه پیل شي!

” ذبیح الله ” نظري

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې