دلوبغاړو په اړهلیګونه

جوفرا آرچر په اي پي ایل کې بیا راتګ ته خوښ دی

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی او تېز بالر جوفرا ارچر وایي، په هند غوره لیګ کې بیا راتلو ته خوشبین دی. د یادولو ده چې نوموړی ټپې هم دی او ممکن د ټپ له کبله د اي پي ایل لومړۍ اونۍ کې ونه لوبېږي او له لاسه یې ورکړي. هغه له سسیکس نومي یوې رسنۍ سره په ځانګړي مرکه کې وویل، زه راتلونکې ۲۰۲۰ کال اي پي ایل سیالیو ته خورا خوښ یم.

جوفرا ارچر په تېر ۲۰۱۹ کال کې د انګلینډۍ لوبډلې لپاره په نړیوال جام کې پیاوړي او بریالۍ توپ اچونه ترسره کړه، او خپله لوبډله (انګلیستان) یې د لومړي ځل لپاره د پنځوس اورېز جام اتله لوبډله ونوموله. انګلینډ کریکټ بورډ تمه لري چې نوموړی ژر تر ژره ښه شې او په راتلونکې کې یو ځل بیا د انګلینډ لوبډلې سره ولوبېږي.

په ورته وخت کې د راجستان رایلز لوبډله هم تمه لري چې نوموړی ژر تر ژره له یادې لوبډلې سره په اي پي ایل سیالیو کې مل شې تر دې دمه پورې رایلز لوبډلې ارچر پر ځای کوم بل لوبغاړي نوم نه دی یاد کړی.

په مرکه کې لیدل کېږي، چې جوفرا ارچر ښه دی او روغتیا یې هم د پام وړ ده، نو له همدې امله اټکل کېږي چې نوموړی به ژر تر ژره له راجستان رایلز لوبډلې سره یو ځای شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې