نړیوال کریکټ

پنځه لوبډلې چې کولی شې افغان لوبډلې ۲۷۸ منډو ستر هدف مات کړي

دا چې کریکټ یوه نړیواله ورزشې لوبه ده او ګڼ شمېر مینه وال لري، دغه ورزشې لوبه داسې یوه لوبه ده چې کولی شې خپل مینه وال سخت حېران کړي او مینه والو ته حیرانتیا ورکړي. چې یو لوی ټکان او حیرانتیا یې هغه وه چې افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۲۷۸ منډو ستر هدف جوړ کړ چې دا هدف تر دې دمه پورې په شل اورېز کریکټ کې د کومې لوبډلې له لوري نه وه جوړ شوي. افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډي جوړي کړي. له دې وړاندې په شل اورېز کریکټ کې تر ټولو لوی هدف د آسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې له لوري په ۲۰۱۶ کال کې ټاکل شوي وه. جالبه خو دا ده چې اسټرالیا هم د درې لوبغاړو په سوځېدو د سریلانکا پر وړاندې ۲۶۳ منډي جوړې کړې وي. د ایرلنډ پر وړاندې حضرت الله ځاځي په یاده سیالۍ کې په ۶۲ بالونو ۱۶۲ منډي جوړې کړې وي او د افغان لوبډلې لپاره یې په تاریخ کې غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې وه.

ځاځي په یاده سیالۍ کې ۱۱ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې ووهلې چې ۱۴۰ منډي یې یوازې په شپږېزو او څلورېزو جوړې کړې وي. له هغه وخت راهیسې چې افغانستان په ۲۰ اورېز کریکټ کې ستر هدف ټاکلی دی نو ډېری لوبډلې هڅه کوي چې دا هدف مات کړي او د پاي ټکی ورته کېږدي، مګر تر دې دمه پورې نه دې توانيدلې چې یاد هدف مات کړي. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې پنځه لوبډلې موندلې دي چې د افغان لوبډلې دغه ستر هدف ژر تر ژره مات کړي، دا چې کومې لوبډلې دي لیکنه تر پایه ولولئ او افغان کریک انفو وېبپاڼې سره مل پاتې شئ.

۱- وېسټ انډېز

وېسټ انډېز یو له هغو لوبډلو څخه ده چې کولی شې په شل اورېز کریکټ کې سیاله لوبډله له ننګونو سره مخ کړي دوی له پیل څخه تر پایه پورې سوپر سټار لوبغاړي لري، دوی کولی شې چې کریکټ کې یوه نوي ننداره رامینځته کړي او مینه وال سخت حېران کړي وېسټ انډېز په دې وروستیو کې خورا پیاوړي لوبغاړي تولید (شامل) کړي دي. وېسټ انډېز د توپ وهنې په لین کې کریس ګیل، ایوین لویس، پولارډ، رسل، براوو او نور تکړه لوبغاړي لري چې کولی شې د افغان لوبډلې ستر هدف ته د پای ټکی کېږدي.

۲- انکلیستان

انګلیستان چې تېر ۲۰۱۹ کال کې یې پنځوس اورېز جام هم په خپلې بریا سره لومړي ځل لپاره پایته ورسوه. دغه لوبډله نه یواځې په ۵۰ اورېز فارمیټ کې پیاوړي لوبغاړي لري بلکې دوی په ۲۰ اورېز فارمیټ کې هم پیاوړي لوبغاړي لري. دوی په توپ وهنې برخه کې الېکس هیلز، جوس بټلر او جوني بیروستو په څېر افسانوې لوبغاړي لري چې کولی شې د افغان لوبډلې ستر هدف مات کړي. دوی همدغه راز ایون مورګان، جیسن رای، جو روټ او بین سټوکس په څېر لوبغاړي هم لري.

۳- هندوستان

د نړۍ په کریکټ کې د غوره توپ وهنې له اړخ څخه یوه هندۍ لوبډله هم ده چې پیاوړي توپ وهوونکي او لوبغاړي لري. په دې وروستیو کې هند د وېسټ انډېز لوبډلې پر وړاندې ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې چې د لږو منډو په توپېر یې د افغان لوبډلې ستر هدف مات نه کړ. دوی په پیل کې د روهېت شرما، وېرات کوهلي، کېل راهول او په منځنۍ برخه کې بیا دوی په ترتیب سره هارډېک پانډیا شیوم دوب او ریشاب پانت په څېر لوبغاړي لري. چې کولی شې د افغان لوبډلې ستر هدف مات کړي.

۴- اسټرالیا

اسټرالیا بیا د ډوېډ وارنر او آرون فېنچ په څېر اوپنر توپ وهوونکي لري، چې کولی شې مخالفې لوبډلې ته ستونزې جوړې کړي دا دواړه لوبغاړي د دې وړتیا لري چې سترې منډي جوړې کړي. دوی د خپلې پیاوړي توپ وهنې له امله زیات شمېر ریکارډونه هم اسټرالیايۍ لوبډلې ته جوړ کړې دي. که چیرې دا دواړه په ویکیټه ودرېږي نو ډېر ژر به د افغان لوبډلې ستر هدف مات کړي او د پای ټکی به ورته کېږدي. په ورته وخت کې دوی ګېلن مکسوېل او مېچل مارش په څېر لوبغاړي هم لري چې دا به اسټرالیا لوبډلې لپاره ناممکن کار نه وي چې یاد ریکارډ مات کړي.

۵- نیوزیلینډ

په نړۍ کې د پیاړو لوبډلو څخه یوه هم نیوزیلینډۍ لوبډله ده، چې کولی شې ستر ستر ریکارډونه مات کړي دوی هم په خپله لوبډله کې پیاوړي او مناسب لوبغاړي ځای پر ځای کړې دي. چې له ډلې یې مارتین ګوپټل او کولن منرو دي چې دوی دا وړتیا لري د خپلې لوبډلې په کټه سترې منډي جوړې کړي. همدغه راز کولن ډی ګرانډوم، راس ټیلر او جیمز نیشم هم له نیوزیلینډۍ لوبډلې سره مرسته کولی شې چې سترې منډي جوړې کړي او د افغان لوبډلې ستر هدف ته د پای ټکی کېږدي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې