دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویرات کوهلي د هند ښځینه لوبډله وستایله

ویرات کوهلي: نجونو! موږ پر تاسو ویاړو!
د هند کرکټ ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي د ښځینه T20 نړیوال جام فاینل ته رسیدو په اړه د هند ښځینه ټیم ته ټویټ وړاندې کړ او دوی یې وستایلې!دا لومړی ځل دی چې هندوستان د 2009، 2010 او 2018 کالونو کې د دریو ناکامه هڅو وروسته سیمی فاینل پړاو څخه مخکې ځي! ددوی ښځینه لوبډلې د 2009 کال له راهیسې د لومړي ځل لپاره د آی سي سي T20 نړیوال جام فاینل ته لاره پیدا کړه. د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د ټورنمنټ لپاره وضع شوي مقرراتو سره سم، د نیمه پای لوبې لپاره هند ښځینه لوبډله د باران له امله پرته له لوبې کولو فاینل ته لاړه!
دوامداره باران ددې لامل شو چې لوبه مخکې له دې چې ټاس واچول شي، وځنډول شوه.
د هند ښځینه لوبډلې په بریا سره کوهلي دوی وستایلې او پر ټویټر یې داسې ولیکل: ”فاینل ته د وتلو له امله د هندي ښځو ټیم ته مبارکي وایم. موږ پر تاسو نجونو ویاړ کوو او د فاینل لوبه کې تاسو ټولو بریالیتوب غواړو!

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې