دلوبغاړو په اړه

مشرافي مرتضی د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشري پرېږدي

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي مشرافي مرتضی بنګله دېش کریکټ بورډ ته خبرداری ورکړی دی چې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې به یې د لوبډلمشرۍ وروسته سیالۍ وي او نوره به لوبډلمشري ترسره نه کړي.

مشرافي مرتضی د زمبابوې پر وړاندې د درې یو ورځینو لوبو لوبډلشمر ټاکل شوي دی، چې له دغو درې یو ورځینو لوبو وروسته به له لوبډلمشرۍ څخه خپل استعفا وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش کریکټ بورډ عمومي رئیس نجم الحسین په یو خبرې کنفرانس کې ویلي وه چې د زمبابوې پر وړاندې یو ورځینو لوبو وروسته به مناسب لوبډلمشر وټاکې.

مشرافي مرتضی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، او د خپلې لوبډلشمرۍ دوره یې په بریالیتوب سره تر دې ځای پورې را ورسوله.

د مرتضی په لوبډلمشرۍ کې د بنګله دېش لوبډلې ۸۷ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي چې، له ډلې یې ۴۹ په خپلې بریا پایته رسولې دي او پاتې ۳۶ نورې لوبې یې بایللې دي. همدغه راز د هغه په لوبډلمشرۍ کې بنګله دېش ۲۸ شل اورېزو سیالیو څخه ۱۰ لوبې ګټلې دي او نورې یې بایللې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې