نړیوال کریکټ

سویلي افریقا له یوکلن ځنډ وروسته سریز وګاټه

اسټرالوۍ لوبډله د درو یو ورځنیو او درو شل اوریزو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. د شل اوریزو لوبو سریز ۱-۲ اسټرالیا وګاټه. وروسته دیوورځنیو لوبو لړۍ پیل سول چي لومړۍ لوبه سویلي افریقا په ۷۴ منډو وګټل او دوهمه یوورځنۍ لوبه چي پرون ترسره سول هم سویلي افریقا لوبډلي په شپږو ویکټو وګټل. دتیري لوبي پچه اسټرالیا وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. دوي په پوره ۵۰ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو سویلي افریقا ته ۲۷۱ منډي هدف کیښود چي له ډلي یي لوبډل مشر فنچ او ارثي شارټ په ترتیب سره ۶۹-۶۹ منډي جوړي کړي. او سویلي افریقا ته لونګي نګیډي ۶ او نورتجي ۲ لوبغاړي وسوځول.

ورپسي دسویلي افریقا لوبډلي توپ وهنه پیل کړل چي د ځوان لوبغاړي جانمن میلن د ۱۲۹ ناسوځیدلو او کلیزن ۵۱ منډو په مټ یي په ۴۸،۳ اورونو کي هدف په اسانۍ ترلاسه اولوبه یي په شپږو ویکټو وګټل. اسټرالیا ته زمپا ۲، سټارک او کمنس ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه. دلوبي غوره لوبغاړي میلن او نګیډي وټاکل سول. میلن هغه توپ وهونکی سو چي خپله دوهمه نړیواله یوورځنۍ لوبه کي سلیزه جوړوي. پدي بریا سره سریز ۰-۲ دسویلي افریقا په ګټه سو او ددي لړۍ وروستۍ لوبه دراتلونکي شنبي په ورځ د مارچ په اوومه ترسره کیږي. سویلي افریقا دیوه کال ځنډ وروسته وتوانیدل چي دیوورځنیو لوبو سریز وګټي او اسټرالیا لوبډلي د ۲۰۱۱ کال راهیسي په سویلي افریقا کي دیوورځنیو لوبو سریز ندی ګټلی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې