افغانستان کریکټ

د کرکټ بورډ د بې غورۍ له امله د ننګرهار کرکټ لوبغالي لپاره ورکړل شوې ځمکه کې شخصي هوټلونه جوړ شول

د بهسودو کرکت میدان ځمکه د کرکت په اصطلاح هر موټی یې سره زر ده .

څلور کاله وړاندې کرکټ بورډ ته د ننګرهار ښار په زړه کې پنځه دیرش جریبه ځمکه د یو لوبغالي لپاره ورکړل شوې وه په دغو څلورو کلنونو کې د کرکټ بورډ درې ریسان بدل رابدل شول هر یو د ننګرهار لوبغالي جوړیدو ژمنې وکړې خو تر اوسه یو د بورډ مشر هم د بهسودو میدان عملي کار نه کړ .

د کرکټ بورد چارواکو د بې غورۍ له امله د دغه میدان ځمکې په یوه ځنډه کې شخصي هوټلونه جوړ شوي .
کرکټ بورډ که چیرې د یاد میدان سربیره لوبغاړو لپاره د اوسیدو ګیسټ هاوس جوړ کړې نو کرکټ بورډ لپاره به د میاشتې دوه لکه افغانۍ پیسې لاسته ورشي همدا رنګه افغان لوبډلې لپاره تمریناتي کمپونه ځکه بهر ترسره کیږي چې په هیواد کې کرکټ بورډ معیاري لوبغالی او معیاري اکاډۍ نلري په بهر کې چې په یو کمپ څومره مصرف راځي په یادو پیسو د ننګرهار میدان شل فیصده د جوړیدو چارې خلاصیږي .
د کرکټ تبصرکوونکي او د سپین غر زون مخکینی مشر هدایت الله حسین زاده د یاد لوبغالي په اړه خپل نظر داسې شریک کړی (( دننګرهار سره تعصب !!!
دکرکټ بوړډ نه دانصاف او حق غوښتنه!
٣ کاله کیږی چی ننګرهاردبهسودو کرکټ ستیډیوم (کرکټ میدان) دیوتعداد مشرانو له لوری دری ځلی پرله پسی افتاح شوی او اسنادونه یی د ټولو دولتی ادارو څخه راخلاص شوی او کرکت بورد مرکزی اداری په واک کی دی مګرم ترننه داسی یو خواخوږی پیدا نشو چی عملا پری کار پیل کړی او نه په ټول ننګرهار کی داسی څوک شته چی پوښتنه یی وکړی ، خو په بدل کی دبارکزانو ګروپ په پوره سرعت سره نن د سپن بولدک ولسوالی میدان دجوړیدو اعلان وکړه او د زر جوړیدو وعده یی ورکړه .زما د ننګرهار د میدان بودیجه څه شوه او ولی په بل طرف مصرف شوه.))
د کرکټ بورډ مسولین بیا هم د تل پڅیر خپل نظر داسې راکوي (( د بهسودو لوبغالي چارې به نږدې راتلوونکي کې پیل شي ))دا چې دا نږدې راتلونکی به کله راشي وخت به یې ځواب کړي:
راپور: خيرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې