دلوبغاړو په اړه

حضرت الله ځاځی وپیژنئ!

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړی ( حضرت الله ځاځی) په کال ۱۹۹۸ م کال کې د مارچ په ۲۳ نېټه د پکتیا په ولایت کې زیږدلی.۲۱ کاله ۳۴۸ ورځي عمر لري.تر اوسه د افغانستان په ملي لوبډله کې پر ۱۹ کلنه لوبډله کې په شپږیزه لیګ کې بیا د امو، او بندې امیر لپاره لوبیدلی،هغه په بهرنیو لیګونه کې د بنګله دیش په کورني تجارتي لیګ کې همدا شان په لس اوریزه ټورنمینټ کې هم لیدل شوی.نوموړی په چپ لاس باندې توپ وهنه کوي چې د نړۍ د بهترینه ټاپ اوپنرانو په قطار کې راځي.

هغه خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ایرلېنډ خلاف په ۲۰۱۸ م کال کې د اګسټ په ۲۷ نېټه په بیل پاسټ لوبغالي کې ترسره کړه.او خپله لومړی شل اوریزه لوبه یې د افغانستان په ګټه دمتحد عربي اماراتو خلاف نندارې ته وړاندې کړه.

نوموړي دغه سیالۍ په دوبۍ کې په ۲۰۱۶ م کال کې د ډیسمبر په میاشت کې تر سره کړه.تر اوسه یې د افغانستان لپاره ۱۶ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړې، چې په دغه لوبوکې دوه نېمه سلېزې لري،او تر ټولو زیاتې منډې په یوه سیالۍ کې ۶۷ دي.ځاځي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۳ شل اوریزه لوبې تر سره کړې په یادو سیالیو کې یې ځانګړې ریکارډونه تر شاه پریخي،هغه په ۱۳ اننګزونو کې ۵۱۹ منډې ترلاسه کړې چې په یوه سیالۍ کې یې د ایرلېنډ خلاف یوه نه منونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

په دغه سیالۍ کې نوموړي ۱۶۲ منډې ترلاسه کړې او ناټ اوټ له میدان څخه ووته.پر همدې ورځ افغان کرکټ ملي لوبډلې د حضرت الله ځاځي د شانداره توپ وهنې پرمټ د نړۍ هر ډول ریکارډ مات کړ. افغانستان لومړی ټیم دی چې ډېرې زیاتې منډې په شل اوریزه لوبو کې لري.ځاځی د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې هغه لوبغاړی دي چې په یو اور کې یې شپږ شپږیزي په شپږیزه لیګ کې د عبدالله مزارې خلاف ترلاسه کړې.
حضرت الله ځاځي په مرکو کې له رسنیو سره ویلي دي، زه غواړم داسي کرکټ وکړم چې د لوبې اکثریت بالونه د شپږیزو لپاره ور ګوزار کړم او غواړم نړیوال ریکارډونه مات کړم.
وبه ګورو چې په راتلونکې کلونو کې نوموړي ته په لوبډله کې مسلسل چانس ورکول کیږي او کنه.؟

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې