افغانستان کریکټ

افغان لوبډله سبا ایرلنډ پر وړاندې لومړۍ شل اورېزه لوبه پیلیوي

ټاکل شوې ده چې د کوربه افغان لوبډلې او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ سبا د جمعې ورځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

افغان لوبډله تر اوسه له ایرلنډ لوبډلې سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۵ ځلې مخ شوې چې له ډلې یې افغان لوبډلې له سیال لوري ۱۲ ځلې بریا خپله کړې ده.

د دواړو ملي لوبډلو تر منځ به لومړۍ لوبه سبا د مارچ په شپږمه دوهمه د مارچ په تمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د همدې مارچ میاشتې په لسمه نیټه تر سره شي.

دغه سیالۍ په هندوستان هیواد کې ترسره کیږي ټاکل شوې چې دغه لوبې په افغانستان کې د ملي سپورټ ټلویزیون په ژوندۍ بڼه نشر کړي. هېره دې نه وې چې دغه لوبه به غرمه مهال یوه بجه پیل شې.

راپور: خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې