افغانستان کریکټ

اصغر افغان: مونږ پر توپ وهنې کار کوو، او ډيرې نمګړتیاوې مو حل کړي دي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان پر وینا، چې مونږ د ایرلنډ پر وړاندې تمریناتو پرمهال پر توپ وهنې زیات کار کړی دی او کومې نمګړتیاوې چې مو توپ وهنې برخه کې لرلي تر ډېره مو اوس حل کړي دي او راتلونکې کې به هم پر توپ وهنې برخې زیات کار ترسره کړو. د نوموړي یوه ویډیو د افغانستان کریکټ بورډ پر رسمي فېسبوکپاڼې خپره شوي ده چې پکې نوموړي د افغان لوبډلې په اړه خبرې وکړي چې د هغه د خبرو مهم ټکې مو تاسې ته راخیستې دي او دلته افغان کریک انفو وېبپاڼه کې به یې درسره شریکې کړو:

اصغر افغان وایي، تمریناتې کمپ د فبرورۍ پر ۱۱مه نیټه پیل شوي دی چې زیات کار مو پر توپ وهنې کړی دی او کومې ستونزې چې مو توپ وهنې برخه کې لرلي تر ډېره مو اوس حل کړي دي، د اصغر افغان پر وینا چې دوی د تمریناتې کمپ پرمهال یو څه بدلون هم راوستی وه چې له ډلې یې شاو خوا په خپلو کې ۱۶ فرېکټس لوبې هم ترسره کړې دي. هغه همدغه راز د افغان لوبډلې توپ وهنې نوی ټاکل شوی روزونکی لانس کلونز یو ښه روزونکی یاد کړ او وویل چې نوموړی توپ وهنې برخه کې زیاته تجربه لري. اصغر افغان پر خبره مونږ د ګرېټر نویډا لوبغالی سره بلد یو، ځکه دا زمونږ هوم ګراونډ (کورنی لوبغالی) دی چې زمونږ لوبغاړي د دغه لوبغالي له پېچونو، آب او هوآ ټولو سره بلد دي او هیله لرو چې ایرلنډ پر وړاندې ښه سیالۍ ترسره کړو. هغه وایي ایرلنډۍ لوبډله یوه پیاوړي لوبډله ده، او وایي دا غلطه خبره ده چې خلک وایي، ایرلنډ کمزوري لوبډله ده یا افغانستان کمزوري لوبډله ده.

د افغان پر وینا چې دوی به په راتلونکې کې کابل، سوېلي افریقا او دوبۍ کې ځینې تمریناتې کمپونه هم ولري چې موخه یې ور څخه راتلونکې اسیا جام او شل اورېز نړیوال جام ته د مناسبې لوبډلې غوره کول بولي. د یادونې وړ ده چې سبا به افغان کریکټ ملي لوبډله په یوه بجه له ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې سره مخ شي چې دغه لوبه به په افغانستان کې د سپورټ ملي تلوېزون له لاري هم په ژوندۍ بڼه خپره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې