دلوبغاړو په اړه

کپل دیو پر اجنکیا رهاني باندې انتقاد وکړ

د هند کریکټ ملي لوبډلې چې په نیوزیلینډ کې پنځه شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي چې په وروستۍ دوه ټېسټ لوبو کې د هند کریکټ ملي لوبډلې له نیوزیلینډ څخه په مسلسل ډول دوه ماتې ومنلې او د نیوزیلینډۍ لوبډلې له لوري په خپل کور کې وایټ واش شوه.

له دغو دوه ماتو وروسته هندۍ لوبډله او لوبغاړي یې د مینه والو له لوري سخت غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه، چې تازه اوس کپل دیو هم پر هندې لوبغاړي اجنکیا رهاني باندې خوله را خلاصه کړه. رهاني چې په کورنې کریکټ کې ښه لوبې ترسره کړي دي او ښه لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې وی. خو د نیوزیلینډ پر وړاندې د هغه ناکامه فعالیت د دې لامل شې چې د کپل دیو تر انتقاد لاندې راشې.

کپل دیو انتقاد پر اجنکیا رهاني باندې:

“اجنکیا رهاني د ورته لوبغاړي په څېر نه وه، اجنکیا رهاني او چیتشورا پجارا تجربه کوونکي لوبغاړي دي زه وایم چې د رهاني کړنې بیخې زیاتې زیانمې وي. څنګه چې هغه له هېواده بهر لاړ داسې نه ښکارېدل چې دا هماغه لوبغاړی دی چې په بهرنې شرایطو کې یې توپ وهنه خورا ناکامه وه. هغه چې کومه لوبه په کور دننه ترسره کوله نیوزیلینډ پر وړاندې یې هغې ته ورته توپ وهنه ترسره نه کړه. اجنکیا رهاني باید ډېر کار وکړي ځکه کله چې ستاسې شهرت له مینځه لاړ شي بیرته راتلل به یې خورا زیات وخت ونیسې.”

کپل دیو دغه انتقادونه په هند کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وکړي او رهاني یې ته یې سپارښتنه وکړه چې نوموړی باید ډېر کار (تمرین) ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې