نړیوال کریکټ

څلور لوبډلې نېمه پای لوبې ته لاړې

د ښځېنو نړیوال شل اوریزه جام د استرالیا په کوربتو د فیبرورۍ په ۲۱ نېټه د لس ټاپ ټیمونو په منځ کې لاهم جریان لري.په روان جام کې څلورو لوبډلو وشو کولای چې نېمه پای لوبې ته لار پیدا کړې.
سویلي افریقا انګلستان هندوستان او استرالیا لوبډلې هغه لوبډلې دي چې د لس ټاپ ټيمونو په منځ کې یې دوهم پړاو ته لار پیدا کړه.د دغه جام نیمه پایلوبې د مارچ میاشت په پنځمه نېټه د پنجشنبې پر ورځ سهار اته نیمې بجې او غرمه دولس نیمې بجې پیلیږې.د نړیوال جام په لړ کې به لومړی نېمه پای لوبه د هندوستان او انګلستان ښځېنه لوبډلو تر منځ ترسره شي.او دوهمه نېمه پای لوبه به د کوربه استرالیا او د سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ وشي.دواړه ګټونکې لوبډلې به مسقیماً فاینل ته لار پیدا کړې.یاده دي وي چې د دي جام اتلولي څلور ځلې د استرالیا په ګټه، یو ځلي د انګلستان په ګټه او یو ځل د ویسټ انډیز کرکټ ښځېنه لوبډلو په ګټه پای ته رسیدلی و.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې