نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز له ماتو وروسته ښه پیل وکړ

ویسټ انډیز لوبډله د درو یوورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره سریلانکا ته تللي. چي دیوورځنیو لوبو سریز ۰-۳ سریلانکا وګاټه او نن دشل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره سول. دلوبي پچه ویسټ انډیز وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. چي دپوره شلو اورونو په لوبولو او د ۴ لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي سریلانکا ته ۱۹۷ منډي هدف کیښود. چي ویسټ انډیز ته سیمونز ۶۷ ناسوځیدلي او رسل ۳۵ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. سریلانکا ته ملینګا، اودانا، سندکن او هسرنګا یو یو لوبغاړۍ وسوځاوه. په ځوابي توپ وهنه کي د کوشال پریرا دنیمه سلیزي سره سره بیاهم سریلانکا لوبډله ونتوانیدل چي یاد هدف ترلاسه کړي اولوبه یي په ۲۵ منډو بایلوده سریلانکا ته کوشال پریرا ۶۶ او هسرنګا ۴۴ منډي جوړي کړي. او ویسټ انډیز ته توماس ۵ او پاول ۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ اوشان توماس ونومول سو. ددي لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه دراتلونکي جمعي په ورځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې