
دلوبغاړو په اړه
هاردیک په ۳۷ بالونه یوه بهترینه سلېزه تر لاسه کړه
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر هاردیک پانډیا د (ډای پټيل) ټورنمینټ کې شانداره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.دغه ټورنمینټ په ممبې کې ترسره کیږي او پرون پکې ټپې لوبغاړي پانډیا د لسو شپږیزو پر مټ په ۳۷ بالونو خپله سلېزه تر لاسه کړه.ډای پټيل، ټورنمینټ د ممبې په ښار کې د ګڼو ملي لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي چې د پانډیا سره په څنګ کې شکر دهوان،بهنیشور کومار،او رته نور لوبغاړي شتون لري.هاردیک پانډیا ته د دي په اساس په ملي لوبډله کې موقع ور نه کول شوه چې هغه زیات ټپې دی او نشي کولای چې د هندوستان پر ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې. د پانډیا دغه ډول اننګز په راتلونکې آی پي ایل کې د ممبې لپاره ډېر ګټونکی حسابیدلی شي.
ولید ( خپلواک)