دلوبغاړو په اړه

مشفیق ته د بورډ لومړی خبرداری

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر او غوره توپ وهونکې ته لومړی خبرداری د کرکټ بورډ لخوا ورکول شو.
د مشقیق الرحیم او د بنګله دیش کرکټ بورډ تر منځ دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې راپورته شو کله چې بنګله دیش کرکټ بورډ له نوموړي وغوښتل چې د پاکستان په وروستې سفر کې د بنګله دیش لوبډلې برخوال شي.
خو د بورډ خلاف د مشفیق نظر بیا هم منفي و مشفیق بورډ ته خبرداری ورکړې و چې هغه ته یې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې پاکستان هېواد ته د سیالیو لپاره کوم رسمي سفر وکړې.
مشفیق ویلي و که بورډ مې هر څومره مجبور کړې زه پاکستان ته نه ځم ما خپل نوم پر دي خاطر له پي ایس ایل څخه لري کړ چې هغوۍ غوښتل ټول لیګ دننه په خپل هېواد کې تر سره کړې.
اوس بورډ خبر ورکړ چې په درېمه سیالۍ کې مشفیق نشي کولای چې ولوبیږي دوی به د مشفیق پرځای کوم نوې لوبغاړي ته دلوبې کولو چانس ورکړې.
یاده دي وي چې بنګله دیش کرکټ لوبډله اوس د زیمبابوې سره په پنځوس اوریزه لوبو مصروفه ده.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې