افغانستان کریکټ

شعیب اختر : فخر زمان باید د کریس لاین په شتون کې د غټو شاټونو هڅه ونکړې

پاکستان هېواد سوپر لیګ پي ایس ایل،د فیبرورۍ په ۲۱ نېټه د پاکستان په څلورو لوبغالو کې د ۳۶ بهرنیو لوبغاړو په شتون کې پيل شوی.په یاد لیګ کې بیګا لاهور قلندرز لوبډلې خپله لومړی بریا ثبت کړه.د لاهور قلندرز لپاره په اوپنینګ برخه کې مخکښ لوبغاړي کریس لاین، او کیڼ لاسی توپ وهونکی فخر زمان،لوبیږي.په فخر باندې پاکستاني پخوانې بالر شعیب اختر تونده نيوکه کړې.شعیب ویلي، د استرالیایی کریس لاین په شتون کې فخر ته نده پکار چې د غټو شاټونو هڅه وکړې،لاین یو بهترینه لوبغاړی دی او د برید کوونکې توپ وهنې مخه یې په اسانۍ سره نشي نیول کیدلی.د لاهور لپاره په لوبډله کې کریس لاین، فخر زمان، محمد حفیظ،سمیت پټيل، او د ډونکې پڅېر مخکښ لوبغاړي په لوبډله کې لري خو لا یې هم په روانو سیالیو کې یوازې یوه بریا تر لاسه کړه.شعیب زیاتوې باید فخر له دي وروسته په خپل بیټ باندې زیات کار وکړې ترڅو د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په وروستیو سیالیو کې ښه ولوبیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې