دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ډویلیرز بیا کریکټ ته ستنیدو لپاره نیټه وټاکل شوه

ټاکل شوي ده چې په اکتوبر میاشت کې د ۲۰۲۰ کال شل اورېز جام پیل شي، چې د اي بي ډویلیرز بیا کریکټ ته راستنیدو لپاره به اي پي ایل یا هند غوره لیګ د هغه برخلیک وټاکې. د یادولو وړ ده چې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله به په جون میاشت کې له سریلانکا سره لوبې ترسره کړي. چې ډویلیرز د یادو لوبو لپاره چمتووالی ښیې. ځکه سږ کال هغه په نړیوال جام کې د سوېلي افریقا لپاره لوبېږي.

ډویلیرز په ۲۰۱۸ کال کې له نړیوال کریکټ څخه تقاعد واخیست، چې وروسته په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې هغه بیرته د نړیوال کریکټ ته راستنیدو خبر ورکړ. چې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې نوي رییس ګریم سمت او سر روزونکي مارک باؤچر د نړیوال جام لپاره د ډویلیرز راستنیدو په اړه بحثونه درلودل.

د یادونې وړ ده چې د سې شنبې په ورځ مارک بوچر اي بي ډویلیرز او همدرانګه عمران طاهر او کریس موریس ته د جون لومړۍ نیټه ورکړه چې تر څو دوی ځانونه ملي لوبډلې ته چمتو کړي. بوچر پر وینا، مونږ پرېکړه وکړه چې دوی د هند غوره لیګ کې ولوبېږي او ورته مو وویل چې اي پي ایل سیالۍ ولوبوی او بیا وروسته ځان چمتو کړئ. باوچر دغه خبرې په بلیمفونټین کې د سټنډرډ بانک سپانسر غونډې پر مهال وکړي.

مونږ له نړیوال جام څخه وړاندې هم یو څو لوبې لرو، کومې چې د جون په لومړۍ نیټه د سریلانکا پر وړاندې دي او دا هلکان اړتیا لري چې ځانونه چمتو کړي او مونږ دوی غوره کوو. که چیرې دوی غواړي چې په نړیوال جام کې ولوبېږي نو دوی اړتیا لري چې خپل ځانونه چمتو کړي.”

ټاکل شوي ده چې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکې جون میاشت کې له سریلانکا سره درې شل اوریرزې او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې ډویلیرز تېر کال د پنځوس اورېز جام بیرته راستنیدو لپاره غوښتنه کړې وه چې وروسته د انتخاب کوونکې او روزنې کارمندانو له لوري رد شوه وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې