دلوبغاړو په اړه

آیا راشد خان له اېم اېس ډوهني څخه غوره هلیکوپټر شاټ وهي؟

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر راشد خان هم د خپلې پیاوړې توپ اچونې او توپ وهنې له امله مشهور دی. او له افغانستان څخه سربیره په نورو هېوادونو کې هم ګڼ شمېر مینه وال لري، په ځانګړي توګه په هند کې او په اسټرالیا هېواد کې زیات شمېر مینه وال لري. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې د راشد خان ستاینه کړې ده او د هندۍ لوبډلې پخوانې ویکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي اېم اېس ډوهني سره یې د هغه هلیکوپټر شاټ مقایسه کړی دی. وېبپاڼې ليکلې دي، هر څوګ په دې قانع دی، چې راشد خان په توپ وهنه کې په ترتیب سره شاټ وهي. وېبپاڼې وروسته لیکلې دي، په ځانګړي توګه د هند پخوانې لوبغاړي اېم اېس ستر شاټ (هلیکوپټر) په غوره او ښه انداز سره وهي.
د راشد خان هلیکوپټر شاټ لنډه ویډیو دلته وګورئ

دا په داسې حال کې ده چې راشد خان په خپل ټوېټر اکاونټ باندې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې پکې لیدل کېږي راشد خان هلیکوپټر شاټ وهي. راشد خان له یادې ویډیو سره یوه پوښتنه هم کړې ده او لېکلي یې دي: “آیا دا هلیکوپټر شاټ دی؟ زه فکر کوم.” راشد خان چې زیات وخت توپ اچونه کوي او کله کله ورته د توپ وهنې چانس برابر شي بیا نو بریدګره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کوي.دغه لېګ برېک توپ اچوونکي د خپل ګوګلي بال سره د نړۍ سترو توپ وهوونکو ته د توپ وهنې پر مهال ستونزې جوړې کړې دي او هغوی یې له خطر سره مخ کړې دي. د یادولو ده چې راشد خان سږ کال د اسټرالیا په تجارتې لیګ (بیګ باش) کې د اډلایډ سټراېکر لوبډلې لپاره په ټاپ آرډر کې توپ وهنه ترسره کوله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې