دلوبغاړو په اړهلیګونه

آي پي ایل ۲۰۲۰: درې هغه لوبغاړي چې له کلکته ناېټ راېډرز سره مرسته کولی شې بریا ته یې ورسوي

د هند غوره لیګ اړونده لوبډله کلکته ناېټ راېډرز (KKR) چې د بالیوډ نوموتو ستورو شارو خان او جوهي چاولا ملیکت دی. او د هند پخوانې لوبډلمشر سورا ګنګولي له لوري رهبري شوي هم ده. سږ کال ډیری هیلې شتون لري چې کلکته لوبډله د اي پي ایل لیګ سیالیو جام وګټې. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې درې هغه لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې کولی شې په ۲۰۲۰ کال اي پي ایل سیالیو کې د کلکته ناېټ راېډرز لوبډله تر بریا ورسوي. دلته هغه درې افسانوې لوبغاړي در پېژنو چې اټکل شوي کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره بریا کې مهم رول ولوبوي.

۱- انډر رسیل

د تل په څېر کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې انډر رسیل له ځانه سره ساتلی دی او هغه به یو ځل بیا د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه وي. رسیل دا وړتیا له ځانه سره لري چې لویې شپږيزې ووهي او د هر توپ اچوونکي پر وړاندې بریدګره توپ وهنه ترسره کړي. هغه په تېر پړاو کې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره پیاوړي او بریالۍ توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې وه. رسیل نه یواځې توپ وهنه کوي بلکې کلکته لوبډله کولی شي چې له هغه څخه په توپ اچونې کې هم ګټه پورته کړي چې کولی شې د خپل سیال پر وړاندې خطرناکه توپ اچونه ترسره کړي. هغه د ښيې توپ اچونې او توپ وهنې ترڅنګ یو ښه ډګر ساتوونکی هم دی. نو له همدې امله وېبپاڼه اټکل کوي چې رسیل به له کلتکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره بریا کې مرسته وکړي. بل لوري ته د کلکتې لوبډلې مینه وال به حتماً د هغه بریدګرې توپ وهنې، اغیزمنې توپ اچونې، او تېز فیلډېنګ ته سترګې په لار وي.

۲- پيټ کومېنز

پيټ کومېنز چې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري پېرل شوي دی، او اوسمهال د نړۍ تر ټولو ښه بالر په توګه پېژندل کېږي او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې ښه فعالیت ترسره کړی دی. کومېنز به سږ کال د کلکتې لوبډله توپ اچونې برخه کې رهبري کوي، ځکه چې کلکتې لوبډلې په سختۍ سره داسې افسانوې توپ اچوونکی موندلی دی. دغه ۲۶ کلن لوبغاړي په ۱۶ لوبو کې یې ۱۷ ویکیټې ترلاسه کړي دي. دغه ښي لاسی توپ اچوونکی به په هندي پیچونو کې له ننګونو سره هم مخ وي. خو وېبپاڼه اټکل کوي چې پیټ کومېنز به کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره بریا کې مهم رول ولوبوي.

۳- دنیش کارتېک

دنیش کارتېک چې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري وپېرل شو، او په لومړي پړاو کې یې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې رهبري دنده ترلاسه کړه. کارتېک به د توپ وهنې ترڅنګ ویکټ ساتنې دنده هم پر غاړه ولري او د لوبډلمشرۍ دنده هم. وېبپاڼې پر وینا چې کارتېک باید له اي پي ایل سیالیو وړاندې رهبري وکړي او لوبغاړي دې له وړاندې څخه ارزیابي کړي، که چيرې دوی هیله لري چې د اي پي ایل لیګ ټرافي وګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې