افغانستان کریکټ

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه تمریناتي سیالۍ کې هم بریا تر لاسه کړه

په یاده سیالۍ کې ټاس افغانستان ملي لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه وکړه افغانستان په ټاکل شوې اورونو کې یې ۱۹۶ منډې جوړې کړي افغانستان لپاره په توپ وهنه کې راشد ارمان ۳۸ ناسوځیدلي محمد نبي ۳۶ او اضغر افغان ۲۸ منډې جوړې کړې.

دغه سیالۍ د افغانستان او ار پي سینګ کلپ تر منځ په هندوستان کې ترسره شوه.ار پي سینګ لوبډلې خپله ټوله لوبډله په ۹۴ منډو کې له لاسه ورکړه او افغانستان ملي لوبډلې په ۱۰۲ منډو بریا تر لاسه کړه.د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت څلور محمد نبي او ګلبدین دوه دوه ویکټې واخیستې.

ددې وړاندې افغان ایلېون کرکټ لوبډلې په لمړۍ تمریناتي لوبه کې دډهلي لوبډلې ته ماتې ورکړی وه.افغان کرکټ ملي لوبډله به دراتلونکې جمعې په ورځ دایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره لمړئ شل اوریزه لوبه وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې