دلوبغاړو په اړه

ګلېن مکسویل په بلاسټ سیالیو کې د لنکاشاېر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر ګلېن مکسویل، د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د لنکاشاېر لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

مکسویل وویل، تېر فصل زما لپاره ډېر ګټور و،مونږ باید یو ځل بیا هڅه وکړو ترڅو خپله لوبډله بریا ته ورسوو.د نوې تړون لاسلیک کولو وروسته ، د لنکاشاېر د کریکټ رییس پاول اللوټ وویل: “ګلېن د نړۍ په کرکټ کې یو له ترټولو ډېر مهم لوبغاړی دی هغه د شل اوریزه فارمټ ځانګړې توپ وهونکی او توپ اچونکی دی مونږ ډېر خوشاله یو چې د ګلېن پڅېر لوبغاړي په خپله لوبډله کې لرو.ویټاليټې بلاسټ شل اوریزه سیالۍ دي او د انګلستان هېواد تجارتي کورنی لیګ دی چې ګڼ شمير د نړۍ بهترینه لوبغاړي پکې لوبیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې