دلوبغاړو په اړه

کاګیسو رباډا بیرته کرکټ ته راستنیږي!

د DC یا ډهلي کاپیټل لوبډله تمه لري چې د سویلي افریقا تېز بالر به روغ او د هغه عادي بال ته بیرته راشي.
کاګیسو ربادا، څوک چې د آی سی سی ټیسټ او شل اوریز درجه بندی کې څلورم ځای لري، پدې وروستیو کې د آسټرالیا پروړاندې د سیریز د وروستی شل اوریزې لوبې په جریان کې ټپي شو، چې له امله یې هغه د څلور اونیو لپاره لوبډلې څخه ګوښه کړای شو.
د ډهلي ټیم پر تیز بالر رباډا باندې خورا ډیره تکیه کوي، لکه څنګه چې هغه تیر کال په آی پی ایل 2019 کې ښه بال ترسره کړی و.
په هرصورت؛ د آی سي سي لخوا په یوه خبر کې راپور ورکړل شوی چې کاګیسو رباډا فشارونه لري او د سویلي افریقا کریکټ د طبي ډلې لخوا هم دده د زخم خبر تایید شوی! له همدې امله هغه ممکن د څلورو اونیو لپاره له لوبو کولو کښینول شي!

د څلور اونیو وخت مودې کې به د آسټرالیا شل اوریزې او د هند د درې یو ورځینیو لوبو لړۍ شاملې وي. د ده د رغیدو مهال ویش به د ای پي ايل 2020 شروع کیدو څخه یوه اونۍ زیات دی، چې د ډهلي لوبډلې پکې د مارچ په 30 د کینګز الیون پنجاب او د اپریل په 3 د کلکته نایټ رایډرز په وړاندې لوبیږي چې پدې لوبو کې به رباډا له دوی سره نه وي!
کاګیسو ربادا تیر کال د ډهلي کاپيټل لوبډلې سټار لوبغاړی و!

د ډهلي لوبډله په ده باندې زیاته تکیه کوي دا ځکه چې دی ژر او زیاتې ویکټې اخلي! او هم په 2019 کې یې بهترین اوورونه کړي وو. هغه وتوانید چې په یوازې 12 لوبو کې یې 25 لوبغاړي وسوځوي! ربادا د سویلي افریقا څخه چټک لوبغاړی او یو له ترټولو ځوانو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی چې په نړیوال ډګر او آی پی ایل کې ښه بریا ترلاسه کوي. د ځوان شرییاس اییر په مشرۍ د ډهلي لوبډله به د ربادا پر ځای سخت وخت ولري که چیرې هغه د آی پی ایل له پیل دمخه په ښه توګه روغ رمټ پاتې نه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې