دلوبغاړو په اړه

ټیم سوتي د کوهلي بد چلند وغانده

د هندوستان کپتان ویرات کوهلي د نیوزیلینډ پر وړاندې په وروستي پای کې د ټیسټ سیریز په جریان کې د خپل جنجالي چلند له امله د سپورتي رسنیو د سر ټکی ګرځیدلی دی!
ټیم ساؤتې د ویرات کوهلي په بد چلند باندې غږ وکړ او هغه یې وغنده؛
سربیره پردې، هغه کپتان کین ویلیمسن ته د ناوړه ژبې په کارولو سره هم تورن شو. او هم یې په کریسټسچریچ کې د دویمې ټیسټ لوبې پرمهال ټیم لاتم له اوټ کیدو وروسته د نندارچیانو لوري ته ګوته ونیوه او په سپکو خبرو یې پیل وکړ!
د میچ وروسته کنفرانس کې هغه د یو ژورنالیست د سختې پوښتنې ښکار شو، چا چې په دویمه ټیسټ کې د هغه د چلند په اړه پوښتنه وکړه! په ځواب کې کوهلي وویل چې که خبریال وغواړي شخړه رامینځته کړي نو دا سم ځای ندی! دا به داسې حال کې ده چې د میچ ریفري هم پدې پوهیږي چې په میدان کې څه پیښ شوي او کوهلي په چلند کې ستونزه لري!

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې