دلوبغاړو په اړه

د کرکټ په نړۍ کې افسانوې الراونډره په اوښلنو سترګو له میدان څخه ووته

د کرکټ په نړۍ کې د ښځېنوو لوبغاړو په منځ کې د استرالیا کرکټ ښځېنه لوبډلې مخکښه الراونډره د اوښکو په ډکو سترګو له میدان څخه بهر ووته.
الیس پيري،چې د استرالیا کرکټ د ښځېنوو لوبغاړو له ډلې د نړۍ بهترینه لوبغاړی ده د ژور ټپ له امله په روان ۲۰۲۰ م کال سیالیو کې نشي لوبیدلی.

هغه د نیوزیلینډ خلاف په لوبه کې سخته ټپې شوه دا چې د استرالیا لپاره الیس ترټولو کلیدي لوبغاړی ده نو له همدي وجې یې سترګې له اوښکو ډکې شوې او په ناهيلۍ د لوبغالي څخه ووتله.د استرالیا د ښځېنه لوبډلې کيپتاني میګ لینینګ، په خپل وروستې کنفرانس کې وویل،مونږ هغه ته ضرورت لرو هغه ډېره مهمه لوبغاړی ده شاید په روان نړیوال شل اوریزه جام کې ونه لوبیږي.زمونږ لوبډله د مارچ په پنځمه نېټه د سویلي افریقا سره لوبه لري، هغه یوه اړينه سیالي ځکه ده چې مونږ پري فاینل ته لار پیدا کولای شو.

استرالیا کرکټ بورډ خبردارې ورکړې چې مونږ په لوبډله کې هیڅ بدلون ته ضرورت نه لرو.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې